د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له بیا فعالیدو څخه څارنه ترسره شوه

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د سلام مخابراتي شبکې له یوه سایټ بیا فعالولو له چارو څخه چې د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري پخوا جوړشوی وو د بیلابیلو عواملو له امله یې فعالیتونه نه ترسره کول څارنه ترسره شوه .
د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول ورغوي ترڅو د یادې سیمې خلکوته مخابراتي خدمات ترسره کړې .