د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز
![گزارش هفته](/sites/default/files/2025-02/gzarsh_hfth_yazdhm.jpg)
د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې وزارت له ولایتي ریاستونو سره په همغږۍ کې په یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د نویو سایټونو څېړنې او پرانیستلو، د ظرفیت زیاتولو، د مشتریانو د خدمتونو څانګو پرانیستلو او د مخابراتي شرکتونو د خدماتو نظارت لپاره اقدامونه ترسره کړي دي.
دا ټول اقدامات د مخابراتي سکتور د تقویت او د خدماتو د لوړ کیفیت د تأمین لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.