د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Thu, Feb 06 2025 10:24 AM
ولایت بغلان

د روشن مخابراتي شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې خپله د پیرودونکو خدمتونو نوې څانګه د یولړ رسمي مراسیمو په ترڅ کې پرانیسته.

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.

دیادولو وړده چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار اوسېدونکو د دې څانګې په پرانستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.