د ارزګان ولایت مرکز ترین کوټ کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو دوهمه څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Mon, Feb 03 2025 2:31 PM
ولایت ارزگان

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د ارزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو مخدمتونو دوهمه څانګه د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د ارزګان ولایت مرکز ترین کوټ اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.