د لوګر ولایت په مرکز کې د یوه مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Feb 03 2025 2:26 PM
ولایت لوگر

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د اتصالات مخابراتي شرکت یوه سایټ څخه چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په هونۍ سفلی سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په جریان کې، پورته ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې دا مخابراتي سایټ د قرارداد شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

دیادولو وړده چې د نوموړې مخابراتي سایټ په بشپړیدوسره به د لوګر ولایت د هونۍ سفلی، عمرآباد، مامورینو ښارګوټی، امنیه قوماندانۍ او نورو ګاونډیو کلیو اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.