پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښارکې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Sun, Feb 02 2025 5:59 PM
ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز ګردیز په مهلن سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې دیوه سایټ ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټ ۳جي خدمتونو په فعالیدو سره به د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.