د زابل ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د دریو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په لړزاب سیمه کې، د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې، شاجوي ولسوالۍ زرګرانو سمیه کې او مرکز قلات ښار اړوند عمومی شاهرا ه په اوږدوکې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د دریو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.
دیاولو وړده چې تردې محال پورې په نوموړو سیمو کې هیڅ ډول مخابراتي خدمتونه شتون نه درلود چې د یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي او په جوړیدو سره به یې د نوموړو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.