د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Tue, Jan 28 2025 2:16 PM
مخابرات ولایت لغمان

د لغمان ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري، په یاد ولایت کې د کرنې او مالدارۍ، اقتصاد ریاستونو، مستوفیت، اترا ادارې نماینده، اتصالات، ام ټي ان، روشن، سلام شبکې او یو شمیر نورو ادارو مسئولينو ترمنځ د ښو مخابراتي خدمتونو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره کړه.

په دې ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه: د سیم کارتونو ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې طرزالعمل پلي کولو، د سیم کارتونو پلور څرنګوالی، په معیاري ډول د پیرودونکو څانګو رغول، د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو شکایتونو او ستونزو ته پر وخت رسیدنې، په امارتی ځمکو کي د  مخابراتي سایټونو د باقیدارۍ تحويلولو په اړه خبرې وشوې.

همداراز په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه دې د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو له مخې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې په نوموړي ولایت کې د ټولو مخابراتي  شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.