کنړ ولایت کې د یوشمیر مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Sat, Jan 25 2025 3:05 PM
ولایت کنر

کنړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په مرکز اسد آباد ښار کې د ام ټي ان مخابراتي، عنکبوت او همت انټرنیټي شرکتونو د انټرنیټي خدمتونو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې نوموړو شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د خپل د فریکونسۍ جوازونه په ټاکل شوي وخت تمدید او اړوند ټاورونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په اترا اداره کې ثبت کړي او خپلې کړنې د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو وکولای شی د یاد ولایت اوسیدونکوته په قانوني ډول مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړی.

د یادونې وړ ده چې کنړ ولایت کې د پورته ذکرشویو مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.