د سمنګان ولایت په مرکز کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو یوه نوې څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Sat, Jan 25 2025 12:29 PM
ولایت سمنگان

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د سمنګانو ولایت په مرکز ایبکو ښار کې د سلام مخابراتي شبکې دپیرودونکو خدمتونو یوه نوې څانګه پرانیستل شوه .

د سمنګانو ولایت د مرکز ایبکو ښار اوسیدونکي کولای شي د نوموړې شبکې د پیرودونکوخدمتونو څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.