د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي او یو شمېر امارتي چارواکو سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي او یو شمېر امارتي چارواکو سره لیدنه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب او جنوب غرب حوزې ته د سفر په لړ کې غزني ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس ملاعبدالولی (طیب احمد) په ملتیا د غزني ولایت له والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالصمد جاوېد، د علماو شورا رییس او یو شمېر نورو چارواکو سره د مخابراتي وضعیت په تړاو خبرې کړي.
د غزني ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالصمد جاوېد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ د نوموړي هڅې ستایلي او مننه یې ترې کړې چې د مخابراتي چوپړ په برخه کې یې یاد ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې او په وینا یې تېرو ۳ کلونو کې د غزني ولایت ډېری جغرافیه له مخابراتي آسانتیاو برخمنه شوې، ښاغلي والي صاحب د خپلو خبرو په دوام د غزني ولایت د هغو سیمو یادونه هم وکړه چې لا هم مخابراتي ستونزې لري او د حل په موخه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر صاحب څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني غزني ولایت کې د مخابراتي آسانتیاو په تړاو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې تېرو ۳ کلونو کې غزني ولایت کې کابو ۶۰ مخابراتي سایټونه نوي جوړ شوي ۱۲ مخابراتي سایټونه چې په مکمل ډول غیر فعاله وو بیرته رغول شوي او اوس مهال د غزني ولایت بېلابېلو سیمو کې چوپړ وړاندې کوي، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا اوس مهال د غزني ولایت هغو سیمو ته چې هیڅ راز خدمات یې نه درلودل د ټي ډي اېف لسمې پروژې ۳۴ مخابراتي سایټونه ورته په پام کې نیول شوي چې د ۲۴ مخابراتي سایټونو ساختماني چارې بشپړې شوي او د پاتې مخابراتي سایټونو کار په چټکۍ پر مخ ځي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د غزني ولایت والي صاحب ته ډاډ ورکړ چې د غزني ولایت محرومې سیمې به تر پوښښ لاندې راځي او د یاد ولایت محترمو اوسېدونکو ته به مخابراتي چوپړ وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر غزني ولایت کې د لیدنو پر مهال د یاد ولایت، د علماوو شورا رئیس، د فقهي مجالسو مسؤل، د استخباراتو ریاست رئیس، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو رئیس، د مرافعې محکمې رئیس، د نظامي محکمې قاضي، د یاد ولایت مخورو او سپین ږیرو سره هم لیدلي د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي او د حل په موخه یې ډاډ ورکړی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني روانه میاشت د هېواد جنوب او جنوب غرب ولایتونو ته د مخابراتي چوپړ د وضعیت څارلو او له نیږدې څخه د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او د ولس د غوښتنو د اورېدو په موخه سفر کړی چې ګڼ شمېر ولایتونو کې یې د امارتي چارواکو سربېره ولسي خلکو سره لیدلي د هغوی ستونزې یې اورېدلي او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې او ډاډ ورکړی.
په ټوله کې له فتحې وروسته غزني ولایت کې ۶۰ مخابراتي سایټونه نوي جوړ شوي، ۳۴ مخابراتي سایټونه ورته د ټي ډي اېف له بودیجې منظور شوي چې د ۲۴ مخابراتي سایټونو ودانیزې چارې سر ته رسېدلي او د پاتې مخابراتي سایټونو کارونه هم په چټک ډول د قرارداد له مخې پر مخ ځي چې وخت په وخت د ولایتي ریاستونو له لوري په ټول هېواد کې د نویو مخابراتي سایټونه څارنه هم ترسره کېږي، اوس مهال د غزني ولایت ګڼو سیمو کې په ۱۲ مخابراتي سایټونو د بېلابېلو مخابراتي شبکو له لوري هم کار روان دی، او همدا راز د یاد ولایت په ډېر شمېر سیمو کې کابو ۷۰ مخابراتي سایټونو ۴جي ته هم ارتقاء کړې چې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته په ښه کیفیت مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوې یې برابرې کړي دي، په ټوله کې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درول شویو او تر کار لاندې سایټونو شمېر ۱۲۰ مخابراتي انټنونو ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ځانګړي پاملرنې له مخې د یاد ولایت ګڼ مېشتو او محرومو سیمو لپاره به مخابراتي چوپړ وړاندې کوي.