د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
Wed, Dec 11 2024 2:57 PM
مخابرات ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز د رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

په یاده غونډې کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د وزارت د معلوماتي تکنالوجۍ د پراختیا او تحقیق لوي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم عبدالحمید نوري او د نورو بیلابیلو امارتی ادارو مسئولینو گډون درلود.

د دغې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ټکنالوجي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو سره د مخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د پنجشیر ولایت په ګډون ۱۶ محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.

نوموړي وویل چې د دغو ښوونیزو مرکزونو په تجهیز د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې د پنجشیر ولایت خلک او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.