ننګرهار ولایت کې غیر قانوني سیمکارټونه ونیول شول

naweed_admin
Tue, Dec 03 2024 3:20 PM
مخابرات ننگرهار

د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د غیر قانوني مخابراتي خدمتونو د مخنیوي په موخه، د ننګرهار ولایت د مخابراتو ریاست له لوري د غیر قانوني مخابراتي خدمتونو په موخه د څار په نتیجه کې یو شمېر غیر قانوني سیمکارټونه ونیول شول.

دغه سیمکارټونه چې ټولټال ۶۴ دانې و په یوه دوکان کې ځای پر ځای شوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د څار په نتیجه کې ضبط او دوکان هم مهر لاک کړای شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه وخت په وخت ټولو ولایتونو کې د غیرقانوني مخابراتي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره کوي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د طرزالعملونو او اصولو خلاف کړنې ترسره کړي.