د لوګر ولایت په مرکز کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړیدو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Nov 30 2024 2:55 PM
مخابرات ولایت لوگر

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د ام ټي ان مخابراتي شرکت له یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړیدو د کار له جریان څخه چې د لوګر ولایت مرکز اړوند شش قلعه سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه یې څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.

دیادولو وړده چې نوموړي مخابراتی سایټ به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د لوګر ولایت د یادی سیمی اوسیدونکو مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.