د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او پلان پر بنسټ د هېواد د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو د کمپیوټري زده کړو د مرکزونو د سمبالولو د پروسې په دوام، د کاپیسا ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د تکنالوجۍ په نویو او عصري وسایلو تجهیز شو.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي وو، د کاپیسا ولایت د والی مرستیال محترم شیخ اسد الله سنان، د مخابراتو وزارت داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د وزارت د معلوماتي تکنالوجۍ د پراختیا او تحقیق لوي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی دلاور برهان، د امنیې قومندان محترم الحاج حسینی، او د نورو بیلابیلو امارتی ادارو مسئولینو گډون درلود.
د دغې غونډې په ترڅ کې د کاپیسا ولایت د والی مرستیال محترم شیخ اسد الله سنان خپلو خبرو کې وویل د دغه ولایت له ټولو خلکو څخه موغوښتنه داده چې له دغې زرینې موقع څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړي د غه امکانات چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ستاسې په واک کې درکوی سالمه ګټه واخلئ، خپل ځانونه مسلکی کړو.
او همداراز د دغې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د عصري علومو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې عصري علوم د شرعي علوم سره لازم او ملزوم دي عصري علوم او ټکنالوي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو سره د مخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د کاپیسا ولایت په ګډون ۱۶ محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.
نوموړي وویل چې د دغو ښوونیزو مرکزونو په تجهیز د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دي.
په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست.
د یادونې وړ ده چې د کاپیسا ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.