د پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې
د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د پنجشیر ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د شتل ولسوالۍ په روی درې سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې د مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه
د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې د جوړیدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.