د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Sat, Nov 02 2024 12:20 PM
مخابرات ولایت ننگرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سرورې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتي پوښښ په پرخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.

د یادونې وړ ده د ننګرهار ولایت اړونده ولسوالیو کې اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډی اف، لسمې پروژې د ۲۲ مخابراتي سایټونو ودانیزې چارې روانې دي چې فعالیدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومې سیمي له مخابراتي آسانتیاوو برخمنې شي.