له میدان وردکو ولایت څخه تر هرات ولایت پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت په اساس د هیواد د نوري فایبر حلقوي رینگ د بشپړولو په موخه د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار څخه تر هرات ولایت پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم قاری نورآغا مصعب او د آسیا مشورتی ګروپ شرکت مسئولینو او دیاد ولایت دیو شمیر ادارو رئیسانو او د یو شمیر قومي مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شوه.
د دې سترې ملي پروژې په پیل سره به ۱۰۰۰ تنو ځوانانو او هېوادوالو ته په مستقیم و غیر مستقیم توګه د کار زمینه برابره شي او په بشپړیدو سره به یې د میدان وردګو ولایت یوشمیر ولسوالۍ، د بامیان، غور او هرات ولایتونو اوسیدونکي له لوړ سرعت او ښه کیفیت انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شي.
یاده مهمه پروژه به د (۲۷۰) کیلومترو په اوږدوالي د ۲۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ټاکل شوی وخت سره بشپړه او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې د میدان وردګو ولايت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه اویاد ولایت د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوجۍ رياست د هڅو ستاينه يې وکړه.