دغور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Sat, Sep 28 2024 3:23 PM
ولایت غور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او هلته د سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاو د رامنځته کېدو له امله ځایي اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو ستاینه یې وکړه.