پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې د ۲۰مې دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

naweed_admin
Sat, Sep 28 2024 3:17 PM
ولایت پکتیا اخذ امتحان پروگرام های کمپیوتر

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې په ۲۰ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له یوشمیر دولتي مامورینو، د ښونځیو زدکوونکو او محصلینو څخه آزموینه واخیستل شوه چې له آزموینې وروسته به بریالي کسان یادې دورې ته جذب شي.

د یادونې وړده چې د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې د مایکرو سافټ آفیس او انټرنټ برخو کې د مجربو استادانو له لوري په نظري اوعملي بڼه زده کړه ورکول کېږي، چې له فراغت وروسته کولای شي په دې برخه کې خپلې ستونزې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې حل کړي.