د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د خدمتونو پراختیا په موخه د سلام مخابراتي شبکې د یو پخواني سایټ د لیږد چارې پیل شوې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس د مخابراتي او انټرنتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د سلام شبکې فعاله سایټ چې په کمه اندازه سیمه یې تر مخابراتي پوښښ لاندې وه نوموړې سایټ د یادې ولسوالۍ ګهنپال سیمې شملام کلي څخه د بمبی د غره سرته لیږدول کیږې چې ودانیزې چارې یې پیل شوې.
دیادولو وړ ده چې د سلام مخابراتي شبکې د یاد سایټ په لیږدیدو سره به د دولت شاه ولسوالۍ ګڼ شمیر سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي او د زیات شمیر وګړو مخابراتي او انټرنیټې سوتونزې به ورباندې حل شې.