د کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت د پېرودونکو خدمتونو څانګه پرانېستل شوه

naweed_admin
Tue, Aug 13 2024 11:01 AM
ولایت کندز

د اتصالات مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د پېرودونکو نوې څانګه پرانیستله.

اوس د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکي کولای شي له یادې څانګې څخه سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي او خدمتونه په آسانۍ سره ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل کړي.

ولایت کندز