د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Tue, Aug 06 2024 12:33 PM
مخابرات ولایت کاپیسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت او دافغان بیسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو د ګډو هڅو په ترڅ کې د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ اړوند اسکین دره کې د یاد ولایت یو نوی سایټ چې په 3G وسایلو سمبال دی، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالیدو سره به د یادې ولسوالۍ مخابراتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله

دیادونې وړده چې په نیږدې راتلونکي کې به د نوموړي ولایت په اله سای، تګاب او نجراب ولسوالیو یوشمیر لرې پرتو سیموکې چې  یاخو پکې مخابراتي خدمتونه شتون نلري او یا ضعیف دي د نویو سایټونو جوړولوعملي چارې پیل شي.