د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د بامیانو ولایت له والي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
Sun, Aug 04 2024 5:05 PM
والی بامیان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د بامیانو ولایت والي محترم مولوي عبدالله سرحدي سره په یاد ولایت کې د مخابراتي ستونزو او آسانتیاو رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.

د بامیانو ولایت والي محترم مولوي عبدالله سرحدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه  او په دغه ولایت کې یې د مخابراتي او انټرنټي ستونزو په اړه معلومات د مخابراتو له محترم وزیر سره شریک کړل.

د بامیانو ولایت والي د مخابراتو  وزارت له مشرتابه څخه د هغو سیمو لپاره چې تر دې دمه لا هم د مخابراتي ستونزو سره مخ دي د مخابراتي آسانتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

 دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د بامیانو ولایت والي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې بامیان ولایت ته د مخابراتو وزارت په نوي  پلان کې سایټونه د ټي ډي اف پروژې له لارې پلان شؤي او دوه نور سایټونه به د واحدې سرچینې له طریقه اعمار شي چې په فعالېدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومې سیمې تر پوښښ لاندې راشي او ولسونو ته به مخابراتي خدمتونه برابر کړي.