هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

naweed_admin
Thu, Jul 04 2024 1:07 PM
مخابرات ولایت هلمند

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار ترسره کړ.

د دغې څار په نتیجه کې هغه مخابراتي شرکتونو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق یې خدمات نه ترسره کول او دوه ځل توصیې هم ورکړل شوې وې د دوی خدماتي څانګې وتړل شوې .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې په قانوني ډول د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پروسې لپاره یو جامع طرزالعمل جوړ کړی چې مخابراتي شرکتونه مکلف دي د همدې طرزالعمل مطابق خپلو پیریدونکو ته سیمکارټونه توزېع کړي.