د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د کونړ ولایت د علماو شورا له غړو، متنفذینو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

naweed_admin
Sun, Jun 09 2024 10:35 AM
شورای علماء ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کونړ ولایت د علماو شورا رئیس شیخ صاحب عبدالقهار، علماو شورا غړو، متنفذینو او قومي مشرانو سره یاد ولایت کې پر مخابراتي چوپړتیاو او نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې .

دغې ناسته کې د کونړ ولایت د علماو شورا رئیس، دنوموړې شورا غړو، متنفذینو او قومي مشرانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د مخابراتي ستونزو په برخه کې یې یاد ولایت ته د پام وړ خدمت کړی او اوسمهال ډېری سیمې له مخابراتي اسانتیاو برخمنې دي، همدا راز یاد پلاوي زیاته کړه چې کونړ کې د علماو شورا په مرسته هڅه کېږي تر څو د یاد ولایت ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو او امراو سره د حل په موخه شریکې شي او د علماو شورا ریاست کونړ ولایت کې د ښې حکومتولۍ لپاره د ټولو دولتي برخو سره همکار او څنګ کې ولاړ دي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کونړ د علماو شورا له ریسس او ورسره مل پلاوي د راتلو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کړې تر څو د هېواد ډېری برخې چې له مخابراتي ستونزو سره مخ وې تر یوه بریده مخابراتي خدمتونه ورورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر زیاته کړه چې ټولنه کې هره برخه که خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي، لرې نه ده چې هغه ټولنه په ډېری برخو کې د ښه پرمختګ شاهده اوسي، د ښاغلي وزیر صاحب په خبره علماء د یوې ټولنې نیک او صالح اشخاص دي چې د ولس او دولت تر منځ شته واټنونه ختموي او اصلاح پکي راولي او همداراز تر هغې چې د حکومت تر څنګ علماء کرام موجود وي حکومتونه به خپل اصلي مسیر هیڅ کله هم بدل نه کړي، مونږ ته په کار ده چې په ټولو برخو کې علماء کرام په خپل څنګ کې وساتو ځکه دوی دي چې کولای شي اومراو ته د حق خبره بیانه کړي او د عوامو ستونزې تر مشرانو ورسوي .

د ښاغلي وزیر صاحب په خبره ټولنه کې صالح او نیک خلک علماء او مجاهدین دي چې الحمد الله اوسمهال د افغانستان پر ټوله خاوره حاکمان دي او خپلو ولسونو ته د شریعت په رڼا کې په خدمت بوخت دي چې زمونږ ملت او هېواد لپاره دا یو ستر ویاړ دی ځکه اوسنی قیادت پر شرعي اصولو مخې ته ځي او هیڅ کله د حق پر وړاندې باطل سره نه یو ځای کېږي او کوم څوک چې د شریعت خلاف عمل کوي مخنیوی یې کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلو علماء کرامو ته وویل شریعت زمونږ مسیر دی څوک چې یې مخالفت کوي د هغې مخه نیسو او مونږ به هیڅ کله هم له خپل مسیر څخه په بلې خوا ولاړ نشو او په دې مسیر به تر آخره روان یو .

دغې غونډه کې ښاغلي وزیر صیب د علماو شورا محترم ریس ، غړو، متنفذینو او قومي مشرانو ته څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت یو واحد نظام دی او د شریعت په رڼا کې کار کوي ستاسې دنده د اومراو او عوامو له چارو مراقبت او نظارت دی چې یو ستر او دروند مسؤلیت دی چې باید په سمه مانا سر ته ورسول شي حکومت الله تعالی خپلو پاکو او نیکو بنده ګانو ته په لاس کې ورکړی او مونږ مکلف یو چې راسپارل شوی مسؤلیت په سم ډول سر ته ورسوو.

په آخره کې ښاغلي وزیر صیب د کونړ ولایت علماو شورا رییس، غړو او د یاد ولایت قومي مشرانو د راتګ څخه مننه و کړه او وه یې ویل د حکومت په څنګ کې د علماو کرامو شتون به زمونږ ټولنه او ولس د بریاو لوري ته بیايي او افغانستان کې د شته ستونزو د حل سبب به ګرځي.