د فراه ولایت د خاک‌سفید او بکواه ولسوالیو کې د مخابراتي سایټ جوړولو په موخه سروې تر سره شوه

naweed_admin
Sat, May 25 2024 3:13 PM
مخابرات ولایت فراه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د فراه ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د فراه ولایت دخاکسفید او بکواه ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو برابرولو په موخه د افغان بیسیم شرکت مخابراتي او انټرنټي سایټ جوړولو سروې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادې سیمې محترمو اوسیدونکو ته به په يو وخت خدمتونه وړاندې شي.