نوري فایبر سره د خوست ولایت امنیه قومندانۍ د نښلولو پروژه پرانیستل شوه

naweed_admin
Thu, May 09 2024 1:26 PM
مخابرات ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې له مخې د یاد ولایت د امینه قومندانۍ  د نوري کیبل سره د نښلولو پروژه د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د دې پروژې په بشپړیدو سره به دخوست ولایت امنیه قومندانۍ ته انټرنت ورکړل شي او ټولې څانګې به یې د خپلو چارو تر سره کولو لپاره لوړ کیفیت او چټک انټرنټ ته لاسرسی ولري.

د یادونې وړ ده چې د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ  رهبری د یادې پروژې له پرانیستې خوښي وښوده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت له پاملرنې څخه یې قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.