خوست ولایت کې د ام ټي اِن مخابراتي شرکت د فعالیتونو څارنه وشوه

naweed_admin
Sat, Mar 30 2024 12:34 PM
ولایت خوست

د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم له لوري د خوست ولایت د ام ټي اِن مخابراتي شرکت د مشتریانو له نماینده ګۍ او د سیم کارتونو د رجسترېشن پروسې څخه کتنه وکړه.

دا څارنه د یاد مخابراتي شرکت ګډونوالو ته د ښه کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د اترا ادارې د کړنلارې مطابق دهغو سیمکارتونو چې ورک شوی یا بند شوی وي بېرته هغه پخوانۍ سیم کارت فعالول د ویش په موخه تر سره شوه. 

د يادونې وړ ده، چې د ياد مخابراتي شرکت مسوولينو د آترا ادارې د کړنلارې  د بشپړ پلي کېدو ډاډ ورکړ.