د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره 4G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Tue, Feb 27 2024 3:05 PM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 4G مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د 4G مخابراتي او انټرنتي خدمتونو په فعالیدو سره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې 4G انټرنټي خدمتونه د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت او په شاه جوى ولسوالۍ کې د روشن او اتصالات مخابراتي شرکتونو له لوري  وار دمخه فعال شوي وو او عملاً خدمتونه وړاندې کوي.