ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ پتو قلعه سیمه کې په لومړی ځل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پیل شول

naweed_admin
Sun, Feb 25 2024 12:58 PM
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ  پتو قلعه  سیمه کې د یاد ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژجۍ ریاست رهبرۍ، اترا ادارې آمریت او افغان بیسیم مخابراتي شرکت په هلو ځلو په لومړي ځل د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ چې د (ټي ډي اف) پروژې له بودیجې څخه جوړشوی، افتتاح  او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالیدو سره به د یادې سیمې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.

دیادونې  وړده چې د نوموړي سیمې اوسیدونکو د دغه  مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله.