د کندز ولايت مرکز کې د مخابراتي شرکتونو د پېرودونکو له مرکزونو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Feb 06 2024 12:31 PM
مخابرات ولایت کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز کې مشتریانو لپاره د ښه کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د سیم کارتونو د ثبت او ویش په اړه د مخابراتو وزارت د آترا ادارې د طرزالعمل پلي کولو په موخه څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه باید د اترا ادارې کړنلارې له مخې عمل وکړي او هیڅ سیم کارت په لوړه بیه ونه پلوري او هم کومه کسوړه د پیرودونکو له رضایت پرته فعاله کړي.

د یادولو وړ ده چې مخابراتي شرکتونو د پېرودونکو مرکزونو د آترا ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.