د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۹ مسلکي بستونو ازموینه واخیسته
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اعلان شویو ۱۴ بستونو له جملې څخه د نهو مسلکي بستونو لپاره د تحریري ازموینې پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د استخدام کمیټې له لوري په بشپړ شفافیت سره تر سره شوه.
په دې پروسه کې له ۶۶ تنو ګډونوالو څخه آزموینه واخیستل شؤه چې وړ او په شرایطو برابر کسان به په اړوندو برخو کې په دندو وګمارل شي.