د پکتیکا ولایت مرکز شرنې ښار کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو له مرکزونو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Sun, Jan 28 2024 2:43 PM
مخابرات ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د دغه ولایت په مرکز شرنې ښار کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي او پیرودونکو لپاره د ښه کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د سیم کارتونو د ثبت او ویش په اړه د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د طرزالعمل پلي کولو په موخه د مخابراتي شرکتونو د پېرودونکو له مرکزونو څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه باید د اترا ادارې د کړنلارې څخه سرغړونه و نکړي او خپلو پیرودونکو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده چې ټولو مخابراتي شرکتونو د اترا ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.