د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره 3G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Wed, Jan 24 2024 9:07 AM
مخابرات پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پاملرنې پر اساس او د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت ۳جي مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بېسیم مخابراتي شبکې د انټرنټي خدمتونو د ۳جی خدمتونو په فعالیدو سره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بېسیم مخابراتي شبکې له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.