د کاپیسا ولایت کې دسلام مخابراتي شبکې سایټونو سروې تر سره شوه

naweed_admin
Tue, Jan 09 2024 9:06 AM
ولایت کاپیسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د کاپیسا ولایت د مخابراتو ریاست، اټرا ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د ګډ مسلکي ټیم له لوري د  کاپیسا ولایت اله سای، تګاب او نجراب ولسوالیو لرو او محرومو  سیمو ته د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو برابرولو په موخه د اترا ادارې د لسمې پروژې د سايټونو جوړولو سروې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.