د هلمند ولایت د اتصالات اي ډي اس او ام ټي ان د یلو پواینټ څانګو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Sun, Nov 19 2023 3:25 PM
شرکت های کارگو

دهلمند ولایت د مخابراتو اومعلوماتی ټکنالوجۍ ریاست، آترا ادارې ولایتي مدیریت او نورو اړوندو موظفینو له لوري د مخابراتي شرکتونو څانګو څخه د آترا ادارې د اصولو او قوانینو د مراعات کولو او د مخابراتو په برخو کې د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه.
 همدارانګه لښکرګاه ښار کې د برهان پوست کارګو شرکت د قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شوه او هغو هټیوالو ته  چی د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو جواز لري  سپارښتنه وشوه چې د آترا ادارې مخابراتي اصولو او مقرراتو څخه سرغړونه و نه کړي او د ټیک ټاک، پاپ جي او نورو غیر اخلاقي آپلیکیشنونو د پلورلو څخه باید ډه ډه وکړي.