د بامیان ولایت دولتي ادارو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د بامیان ولایت د مخابراتو ریاست په همکارۍ د یاد ریاست او نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه شپږ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د پلان جوړونې، راپور لیکنې، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ذاتي چارو مقررې، د اجرااتو د ارزونې کړنلارې، مالي چارې او سټراټیژیک پلان جوړونې په برخو کې د مخابراتو وزارت د مجربو ټرینرانو لخوا معلومات ورکړل شول.
همداراز په پای کې د یاد ورکشاپ ګدونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.