پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې شپږ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت له لوري د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنۍ ورکشاپ چې د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ ریاست کې په لاره اچول شوی و، د مخابراتو ریاست، اترا آمریت، افغان ټیلی کام آمریت، افغان پوسټ مدیریت او یو شمیر نورو ریاستونو او ادارو څخه شااوخوا 35 تنو کارمندانو پکې گډون درلود او د وزارت د رهبرۍ لخوا د مجربو ټرینرانو له لوري د اداري اساساتو، منجمنټ، د اجراأتو ارزیابۍ، محاسبې او مالي، د طرز سلوک مقررې، او تحویلخانې برخو کې ټرېنېنګ ورکړل شول.
د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي نصیرالله هجرت د مخابراتو وزارت مقام د رهبرۍ څخه یې مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ظرفیت لوړوني او نورو مسلکي برخو کې د کارمندانو لپاره د ورته ورکشاپونه د جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې یاد شپږ ورځنۍ ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.