د سلام مخابراتي شبکې ۶۰ سایټونه په بېلابېلو ولایتونو کې بېرته فعال شوي دي

naweed_admin
Thu, Feb 03 2022 9:04 AM
شبکه سلام

سلام مخابراتي شبکه په کال ۱۳۹۲ ه.ش کې د غږيزو او انټرنټي چوپړتیاو د وړاندې کولو لپاره تاسيس شوه، چې اوسمهال ۱۰٪ ‏مارکيټ کې سهم او ۸۰ سلنه جغرافيايي پوښښ لري، د امنيتي ستونزو له امله د سلام ‏شبکې‎ ‎د ۱۳۴۱ انتنونو څخه ۲۳۶ انتنونه چې د هېواد په ګڼو ولاياتونو کې د امنيتي تهديد له امله سوځيدلي ‏او يا غير فعاله وو، چې له ډلې څخه یې ۶۰ انتنونه په بيلابيلو ولايتونو کې بیرته رغول شوي او په پاتې انتنونو یې کار روان دی.