په وروستیو میاشتو کې د نوري فایبر شبکې ۹۰ سلنه کېبلونه بیرته رغول شوي

naweed_admin
Sat, Jan 29 2022 1:24 PM
فایبرنوری

د ۶۰۰۰ کیلومتره نوري فایبر کیبل چې ۵۰ سلنه یې پخوا د جګړو او ناامنیو له امله پرې شوې و، د افغانستان د ا.ا له حاکمیت وروسته د ۱۴۰۰ لمريز کال په وروستۍ ربعې کې د سیمدار رياست د تخنيکي ټیم په هلو ځلو د دغې شبکې ٩٠ سلنه برخه بیرته رغول شوې ده.

دغه راز د ۱۰۰ جي بي انټرنټ بنډيويټ چې له دوو ګاونډيو هېوادونو ازبکستان او ‏پاکستان څخه پیرودل شوی، د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکو شرکتونو ته په عمده او پرچون ډول ‏رسول شوی دی.

له یاد بنډويټ ‏څخه ‏‎ 60،324‎‏ جي بي د سلام شبکې 3G خدماتو،ثابتو تيلیفنونو ‏DSL‏ انټرنټي خدماتو، ‏IMS‏ تيليفونونو او ‏P2P ‎ او P2MP‏ ‏ټکنالوژی ‏له لارې په عمده او پرچون ډول پلورل شوی دی.

ټول ټال ۸۰ سلنه دولتي ادارات چې د خدماتو له ځنډ او خنډ سره مخ وو ‏بياځلي وصل شوي او له چوپتړتیاو برخمن دي.