د وزارت د کارمندانو او چارواکو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست تعارفي غونډې

naweed_admin
Sun, Oct 17 2021 3:30 PM
دیدارهای تعارفی سرپرست وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نجیب الله حقاني د وزارت د بیلابیلو برخو له کارمندانو او چارواکو سره جلا جلا وکتل

پدې غونډو کې، چې د وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای هم پکې برخه درلوده د مخابراتو سرپرست وزیر لومړی د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ، موخو او مهمو پروګرامونو، د مخکینی حکومت ضعفونو او ناکامیو او ځینو ناغوښتل شوي او ویجاړونکي جریانونو په اړه خبرې وکړې او تفصیلي معلومات یې وړاندې کړل.

دیدارهای تعارفی سرپرست وزارت مخابرات

ښاغلي الحاج حقاني ډاډ ورکړ چې د وزارت مشرتابه د وزارت د کارکوونکو او تخنیکي کادرونو ملاتړ کوي او د هغوی له تجربو څخه به مخابراتي سکتور د ودې او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې کار اخلي او همداراز ژمنه یې وکړه چې د کارمندانو معاشونو ورکولو په ګډون د ځینو نورو ستونزو حل کولو کې به همکاري وکړي.

په پای کې، د دې وزارت کارمندانو د مخابراتو وزارت د مشرتابه صداقت او هراړخیز ملاتړ هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې دوی به خپلو کارونو ته دوام ورکړي او د اړوندو چارو او دندو په پرمخ وړلو کې به په ډیر صداقت کار وکړي.

دیدارهای تعارفی سرپرست وزارت مخابرات