د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سره د مشرانو او د خلکو شوراګانو د استازو لیدنه او د همکارۍ اعلان

naweed_admin
Sun, Sep 12 2021 12:51 PM
مولوی نجیب الله حقانی

د روان 1400کال د وږي میاشتې 20 مه د خلکو یو شمیر مشرانو او د شوراګانو استازیو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست مولوي نجیب الله حقاني سره ولیدل.

د دې شورا ګانو غړیو مولوی صاحب حقاني ته د مخابراتو وزارت د سرپرست په توګه د ده د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او د نوي سیسټم او حکومت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي مشرتابه سره یې خپل ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.

مولوی نجیب الله حقانی

همداراز ښاغلي مولوي حقاني د مشرانو له حضور څخه د قدرداني په څرګندولو سره، د خلکو او حکومت ترمینځ د نږدې همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د خدمتونو په لا ښه کولو یې ټینګار وکړ.