په لغمان ولایت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا د جوړیدو طرحه دولایت د اداري جلسې لخوا تائید شوه

naweed_admin
Sun, Aug 08 2021 11:46 AM
ریاست مخابرات ولایت لغمان

په لغمان ولایت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا د جوړیدو طرحه چې دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست لخوا جوړه شوی وه د تخنیکی او مسلکی همکارانو له نظر اخیستنی، دولایت مقام لخوا د ټاکلي کمیټې له څیړنې او د اداري مجلس له تائید وروسته دولایت مقام لخوا منظور شوه.

ددې طرحې له مخې به دا شورا د ولایت په کچه د معلوماتي ټکنالوجۍ دخدمتونو د استفادی، تطبیق او معیاري کولو یوه تخصصي او مسلکی مرجع وي.

په ورځنیو چارو کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ټولو ادارو هڅول او د هغوي ژمنتيا او ملاتړ ترلاسه کول، دولایت په کچه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو همغږی، پراختیا او معیاری کول، په تخصصی او مسلکی برخو کی د دولتي ادارو د کارکوونکو د وړتیاو لوړول او پدی ولایت له شته تخصصي ځواک څخه په ټولو ادارو کې تراعظمي حده ګډه ګټه اخیستل د دې طرحې له اساسی موخو څخه دي.

ریاست مخابرات ولایت لغمان