ډیجیټلي اقتصاد

سریزه

د ټکنالوجۍ ودې سره ، نړۍ  په چټکۍ سره د ډیجیټل کیدو په لور روانه ده او د انسان د ژوند هیڅ اړخ شتون نلري چې د ټکنالوجۍ یا ډیجیټل وسیلو لخوا اغیزمن شوی نه وي.

د پرمختلليو هیوادونو د ټول ژوند پروسې، په ځانګړي توګه د دوی اقتصادي او سوداګریز کارو بار د ډیجیټلي وسیلو سره نښلول شوی دی، چې له یوې خوا د دوی د ورځنیو فعالیتونو د ودې او چټکوالي لامل شوی، او له بلې خوا یې تر یوې کچې د فساد مخه نیولې . د دې بهیر وده د دریمې نړۍ هیوادونو، په ځانګړي توګه افغانستان کې هم د پراختیا په حال کې ده.

پدې مقاله کې، هڅه شوې چې د ډیجیټلي اقتصاد موخې، ابعاد، ګټې او اسانتیاوې په ګوته شي.

 

اقتصاد دیجیتالی

 

ډیجیټلي اقتصاد

ډیجیټل اقتصاد نن ورځ په نړۍ کې یو له خورا مهمو معلوماتي پروسو څخه دی، چې په وروستيو کلونو کې یې د انټرنیټ په مرسته په نړۍ کې پراختیا موندلې او خورا مهم او ارزښتناکې ګټې لري.

مخ پر ودو هیوادونو دغه سیسټم کارولو ته په کلکه هڅول شوي دي، او د ډیجیټل اقتصاد د پیل، بنسټیز کولو، پراخولو او ودې لپاره یې ځانګړي برنامې غوره کړي دي.

پدې وروستیو لسیزو کې سازمانونو د سوداګرۍ نړۍ کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو له ودې څخه جدي ګټه پورته کړې، د پوهې پر اساس اقتصاد کې بریښنایي سوداګرۍ د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو یو له اصلي ملاتړ کوونکي  په توګه ځانګړی ځای ترلاسه کړی.

ډیجیټل اقتصاد هغه اقتصاد دی، چې لویه برخه یې د بریښنایی بازارونو، بریښنایی کارتونو ترلاسه کول او ورکول، سوداګریزه راکړه ورکړه او داسې نورو په ګډون کمپیوټرونه، سافټویر او نورې ارتباطي شبکې لري، دا سیسټم روڼتیا، اغیزمنتیا ، ګټورتیا، حساب ورکونه او ښه امنیت رامینځته کوي.

د بیلګې په توګه، M-paisa یو له دې پروګرامونو څخه دی، چې دولتي کارمندانو ته د معاشونو ورکول اسانه کړې، چې بهتره روڼتیا لري او خوندي دی.

خلک کولی شي د M-Paisa  په کارولو سره د ګرځنده تلیفون له لارې خپل بانکي حساب ته لاسرسي ولري.

د مثال په توګه، د دې برنامې سره خلک کولای شي، له بانکونو څخه پیسې وباسي، له پلورونکو څخه توکي واخلي، پورونه ترلاسه او ورکړي، کریډیټ کارتونه واخلي، معاشونه ترلاسه کړي او کرایه هم ورکړي.

له نیکه مرغه، افغانستان هم پدې وروستیو کې د نړۍ ډیجیټلي کاروان سره یو ځای شوی، او د دولتي کارمندانو مالیه او معاشونه اوس په بریښنایی ډول ورکول کیږي او د حکومت لخوا د دې پروسې ودې لپاره هڅې روانې دي.

د ډیجیټلي اقتصاد ستنې (ارکان)

ډیجیټلي اقتصاد دوې ستنې (د ډیجیټلي وسیلو او پروسو په کارولو سره د ډیجیټلي او غیر ډیجیټلي توکو تولید) لري.

د ډیجیټلي اقتصاد موخې

د ډیجټلي اقتصاد موخې د ډیجیټلي اقتصاد له لارې د دولتي او خصوصي ادارو ترمنځ اړیکې رامنځته کول، په افغانستان کې د ډیجیټلي چوپړونو چمتو کول او قانونمند کول، د هیواد په کچه د ډیجیتلي اقتصاد ترویج ته لاره برابول، د افغانستان جمهوري دولت د مشرتابه لارښوونو سره سم د وزارتونو د ای ټي برخو سره په همغږۍ ډیجیټل بدلون رامنځته کول، د بانکي حسابونو له لارې د راکړې ورکړې تر سره کول او د افغانستان او نړۍ ترمنځ سوداګریزو اړیکو ټینګول دي.

د ډیجیټلي اقتصاد ګټې

ډیجیټلي اقتصاد وخت او ځای ته نه محدودیت، په تولید کې د لګښتونو کموالی، د پلور د حجم زیاتوالی، آسانه لاسرسۍ، د سوداګرۍ نړیوال کیدل، په معاملو کې د لګښتونو او وخت کموالی او د واسطه بازۍ له منځه وړل د ډیجیټلي اقتصاد له ګټو څخه دي. 

پایلې

ډیجیټلي اقتصاد د فساد له منځه وړلو، د وخت ضایع کیدل او د ادارو په کاري بهیر کې سمون راوستلو لپاره اغیزمنه پروسه ده او دا پروسه مشخصې ګټې، فرصتونه او موخې لري، چې له پلي کیدو سره یې اداري چارې په شفافیت او پرته له بیروکراسۍ تر سره کیږي. ډیجیټلي اقتصاد هغه انقلاب دی، چې د بشري ژوند بیلابیلې برخې رانغاړي او دا پرسه به د بشر د ژوند په ښه والي باندې لویه اغیزه وکړي.