د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډې ترسره کېدل

naweed_admin
Sun, Jul 25 2021 9:33 AM
جلسه شورای عالی اقتصادی

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه پړون له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

په پیل کې، د اقتصادي عالي شورا طرزالعمل چې په څلورو څپرکو او ۲۹ مادو کې د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ د انسجام او همغږۍ رامنځته کولو په موخه پالیسیو او تقنیني اسنادو، پروژو، موضوعاتو او د خصوصي سکتور ستونزو او د پروژو د پرېکړو راپور ورکولو او تحقق ته په پام ترتیب شوی، غونډې ته وړاندې شو.

یاد طرزالعمل د غونډې تر نظریاتو وروسته تصویب شو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه،چې د اقتصادي عالي شورا غونډې د یاد طرزالعمل مطابق ترسره کړي.

جلسه شورای عالی اقتصادی

ورپسې، د مسوولیتونو تر لېږد وروسته د مولانا جلال الدین محمد بلخي، خواجه عبدالله انصاري او احمد شاه بابا بین المللي هوایي ډګرونو د عملیاتي چارو پرمخ وړلو موضوع د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، د هیواد په دریو بین المللي هوایي ډګرونو کې د مسوولیتونو د لېږد پروسه وړاندې ترسره شوې ، همداراز د هیواد د هوایي ډګرونو په عملیاتي چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه د ملکي هوایي چلند ادارې د خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین محمد بلخي او احمد شاه بابا بین المللي هوایي ډګرونو په اړه جامع پلانونه ترتیب کړي دي.

وروسته غونډې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي پلان په پرنسیب کې تایید کړ او هغې ادارې ته یې دنده وسپارله چې د جلال اباد او بګرام هوایي ډګرونه هم په دې پلان کې شامل او راپور یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب اقتصادي عالي شورا د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د ننګرهار ولایت بین المللي هوایي ډګر تر بشپړېدو پورې د جلال اباد د اوسني هوایي ډګر اړتیاوې معیاري Runway جوړولو ته په پام پوره کړي او همداراز ملي دفاع وزارت سره په همکارۍ د ټولو هوایي ډګرونو د تجهیزاتو، شته امکاناتو او لازمو اړتیاوو په اړه عمومي راپور ترتیب کړي.

اقتصادي عالي شورا د پانګونې اسانتیا واحد او د کورنیو تولیداتو د صادراتو په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام مشاوریت ته دنده وسپارله، ترڅو ملکي هوایي چلند ادارې سره په همکارۍ د هوایي ډګرونو پر تاسیساتو د پانګونې لپاره خصوصي سکتور وهڅوي.

وروسته د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د افغانستان د هوایي حریم د کنټرول مخابروي شبکې د ستونزې حل طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د دې طرحې په تطبیق سره به د مخابراتي شبکو لګښتونه پام وړ ډول راکم او د عبوري الوتنو د شمېر او فیس زیاتوالي لامل شي.

د غونډې د ګډونوالو تر نظریاتو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې منظور شوه او د ملکي هوایي چلند ادارې او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د هوایي حریم کنټرول مخابراتي شبکې په اړه اقتصادي ماډل جوړ او د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

 

منبع: ویب‌سایت ارگ ریاست جمهوری

لینک: د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډې ترسره کېدل - Pashto (president.gov.af)