د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اداري اصلاحاتو او احصایې او معلوماتو ادارو ترمنځ د همغږی ناسته ترسره شوه.

naweed_admin
Wed, Jun 02 2021 4:13 PM
جلسه هماهنگی

پدې ناسته کې د بیلابیلو موضوعاتو لکه د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربناوو پراختیا او برښناني حکومتدارۍ پیاوړتیا لپاره اړینو میکانیزمونو په اړه بحث وشو.

په دې ناسته کې د ادارو او پروسو ډیجیټل کولو د تطبیق لپاره په عملي اقداماتو هم خبرې وشوې او پدې برخه کې د لا همغږۍ او همکارۍ لپاره ژمنې شوې وې.

په پای کې پریکړه وشوه چې دا ډول غونډې به په راتلونکي کې د ننګرهار ولایت په کچه د ټولو ادارو په ګډون جوړې شي.