د کارموندنې خبرتبا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت (۲) خالي بستونه ازادې سیالۍ ته سپاري

naweed_admin
Wed, Jun 02 2021 8:41 AM

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

کار اهل کار ته د سپارلو او د یوې سالمې ادارې رامینځ ته کولو په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي موخو د پلي کولو په منظور، همدا راز د کارمندانو د تعیناتو د کړنلارې د اتمو نهمو او لسمو مادو پر بنسټ د ملکي خدمتونو ټول دریم څلورم پنځم او شپږم خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې ترلاسه کیږي.

ښایي چې اړوند مراجعو ته د مکتوبونو په صادرولو سره د رسانیو او نورو امکاناتو له لارې اعلان ته وسپارل شي.

نو له همدې کبله د وزارت خالي بستونه چې د رتب او معاشونو په سیستم کې شامل دي د روانې وري میاشتې د (۱۲/۳/۱۴۰۰) مې نیټې څخه تر (۲۳/۳/۱۴۰۰) نیټې پورې او د بستونو بیاځلی اعلان ۱۲/۳/۱۴۰۰ مې نیټې څخه تر ۲۳/۳/۱۴۰۰ اعلان ته سپاري.

د بستونو جدول:

د بست عنوان ریاست بست د بستونو شمېر د دندو لایحه کتنې
د پانګونی او قراردادونو آسانتیا آمر تدارکات ۳ ۱ دلته دانلود کړئ  
د سندونو او اړیکو لوی مدیریت د مقام دفتر ۴ ۱ دلته دانلود کړئ  

 

همدا راز اړوند ریاستونه د ذکر شویو بستونو د اعلان موضوع باید خپلو کارکوونکو ته ابلاغ کړي ترڅو په معیارونو برابر علاقه مندان په دې سیالۍ کې ګډون وکړي.

په درنښت

 

معصومه خاوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې

سندونه:

د تسلیمۍ لارښود د ړاڼو او اسنادو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د کارموندنې سافټ فورم لپاره دلته کلیک وکړئ.

نوټ: د بست د انتخابولو نه مخکې په دې اړه د تسلیم دهۍ سندونه په ځیر سره ولولئ همدا راز د یادولو ده، چې ډکې شوي فورمې یوازې په حضوری ډول منل کیږي.