د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو ترمنځ د معلوماتي ټکنالوجۍ مسلکي او عملي زده کړو په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
Sun, May 23 2021 4:00 PM
تفاهمنامه آموزش‌

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست رئیس جواد طنین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د هلو ځلو قدرداني وکړه او د شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره یې د دا راز روزنیزو پروګرامونو جوړول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې مسلکي او عملي زده کړه د ډیجیټلي سواد کچه د لوړولو لامل کیږي او په ټولنه کې معلولینو ته کاري فرصتونه چمتو کوي.

رییس مخابرات ولایت بامیان

د دې هوکړه لیک له مخې به ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست هغو 10 تنو وارثانو لپاره چې د دغه ریاست لخوا معرفي کیږي شپږ میاشتنۍ د آی ټي مسلکي زده کړې کورس چمتو کوي.