د وروستیو پیښو شهیدانو روح ته دعا لپاره د قرآن عظیم الشان د تلاوت مراسم پرځای شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې په ملي ماتم کې د غمشریکۍ او د کابل په لویدیځ د سید الشهدا عالي لیسې کې د وروستۍ غمجنې پیښې، او همداراز په لوګر ولایت کې د وروستیو پیښو د شهیدانو روح ته د دعا او د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږي څرګندولو لپاره د قرآن عظیم الشان د تلاوت او ختم مراسم پرځای شول.
په دغه مراسمو کې د دغه وزارت مشرتابه، چارواکو او کارمندانو برخه اخیستې وه